په کندهار کې ۷ تنه سرتیري په نفوذي برید کې وژل شوي

په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو نفوذي برید شوی

1493991
په کندهار کې ۷ تنه سرتیري په نفوذي برید کې وژل شوي

د افغانستان د کندهار په ولایت کې پر یوې امنتیي‌ پوسته کې ګن شمیر سرتیري د خپلو ملګرو لخوا  وژل شوي‌ دي.

د کندهار امنیتي‌ سرچینې رسیو ته ویلي‌ دي‌ چې نن د سهار په ساعتونو کې د تخته پل په ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي سرتیرو پر خپلو ملګرو  مرګونی برید کړی چې په نتیجه کې ۷ تنه سرتیري‌ وژل شوي دي.

نوموړو  برید کوونکو د پوستې د سرتیرو د وژلو نه وروسته د پوستې ټول  وسلې ، مهمات او تجهیزات له سره وړي‌ او طالبانو ته تښتیدلي‌ دي.

د ویلو ده چې تیره شپه په کندهار ولایت کې  د هوايي ډګر ترڅنګ د امریکايي ځواکونو پر هډې ۶ راکټي بریدونه شوي‌ دي.

ویل کیږي دا راکټونه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ نه راتوغول شوي‌ دي.

پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

همداشان د بریدونو مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه