د پکتیکا د امنیت امر ووژل شو

د پکتیکا د امنیت پر امر او د ځانګړو ځواکونو د قطعې پر قومندان درنده چاودنه شوې

1493562
د پکتیکا د امنیت امر ووژل شو

د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د د امنیت په پر امر او د ځانګړو ځواکونو د قطعې پر قومندان خونړۍ چاودنه شوې .

د پکتیکا ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي  چې نن سهار د پکتیکا د امنیت امر محمد اصف توخي پر موټر  چاودنه شوې چې په نتیجه کې توخي‌ ژوند د لاسه ورکړی  دی.

همداشان پدې چاودنه کې د پکتیکا ولایت  د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان ټپي‌ شوی دی.

ویل کیږي‌ د پکتیکا د امنیت امر او د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان جګړې ته روان وو چې په لاره کې پر موټر چاودنه شوې ده.

د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې په بلخ ولایت کې هم د ولسي پاڅونوالو پر قومندان درنده چاودنه شوې ده .

د بلخ د والي‌ ویاند ویلي دي چې پدې چاودنه کې د ولسي پاڅونوالو قومندان په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ او یو تن پاڅونوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #چاودنه , #پکتیکا

اړوند خبرونه