په تخار ولایت کې خونړۍ چاودنه شوې

د تخار ولایت د کلفګان په ولسوالۍ کې چاودنه شوې

1491418
په تخار ولایت کې خونړۍ چاودنه شوې

 د افغانستان په شمال کې د تخار ولایت د کلفګان په ولسوالۍ کې درنده چاودنه شوې ده .

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي‌ چې چاودنه د کلفګان ولسوالۍ په مرکز کلفګان کې رامنځته شوې ده . چاودنه د موټر سایکل پر مټ شوې ده .

د سیمې امنیتی‌ سر چینو ویلي‌ دي چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

چاودنه د ګاز پلوونکو د دوکانونو ترڅنګ شوې ده .

د کلفګان پولیسو ویلي دي‌ چې په چاودنه کې وژل شوي‌ او ټپي‌شوی کسان ټول ملکي‌ وګړي‌ دي. 



اړوند خبرونه