په کابل کې دوه غبرګې چاودنې شوي

د افغانستان په بلازمینه کابل کې دوه غبرګې چاودنې شوي‌ دي.

1489551
په کابل کې دوه غبرګې چاودنې شوي

 

نن د سهار د ۹ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې  د کابل د پنځمې امنیتي‌ حوزې په مربوطآتو کې د کوټي سنګي‌ په سیمه کې چاودنه وشوه.

د کابل نه زمونږ همکار  ویلي‌ دي‌ چې چاودنه د سړک د غاړې د ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

پدې چاودنه کې دوه تنه ملکي‌وګړي‌ ټپیان شوي‌ دي.

همداشان نن سهار د کابل د پغمان ولسوالۍ د باغ داوود په سیمه کې هم چاودنه شوې ده .

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي‌ چې پدې چاودنه کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی



اړوند خبرونه