د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځه بین الافغاني مذاکرات پيل شول

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه  بین الافغاني مذاکرات نن خالي‌ د سپټمبر ۱۲ د قطر پلازمینه دوحه کې رسمآ پيل شول.

1489364
د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځه بین الافغاني مذاکرات پيل شول

د ویلو ده چې د مذاکراتو پرانیست غونډه د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰ بجو او ۳۰ دقیقو پیل شول. غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل شوه او وروسته د کوربه هیواد قطر د بهرنیو چارو وزیر لنډه  وینا وکړه.

هغه د قطر لخوا د بین الافغاني‌ مذاکراتو د کوربه توب کولو او د کلونو کلونو وروسته افغانان د یو میز تر شا د راټولیدو له امله خوښي او د نوموړو مذاکراتو نه يي د مثبتې نتیجې د ترلاسه کولو په اړه هیله وښوده.

همداشان وروسته د افغانستان د ملي‌ مصالحې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرانیست وینا وکړه.

عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان د حکومت هئیت د نیک نیت،  تل پاتې سولې ته د لاس رسي، په صادقانه توګه مذکراتو او طالبانو سره یو جامع او هر اړخیز توافق ته د رسیدو په خاطر راغلی دی.

هغه ددې ورځې نه د افغانستان د ورځې لپاره د یوې تاریخي‌ ، مهمې او سرنوشت جوړونکې ورځې په توګه یادونه وکړه او وویل چې ددې استثنايي فرصت نه چې مونږ ته په لاس راغلی دی باید په ډیره ښه توګه استفاده وکړو.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې  د افغانستان د خلکو غوښتنه دایمي‌ او تل پاتې سوله ده ، یو داسې سوله چې د سیاسي‌ حل لارې او مذاکراتو له لارې ترلاسه شي او په هیواد کې روانو نښتو، جګړو او شدت ته د پای ټکی کیږدي.

هغه زیاته کړه چې پدې ټول ډیر ښه پوهیږي‌ چې جنګ جګړه د حل لار نده او هیڅ ګټوونکی هم نلري او د ملت د پاکې او ازادې ارادې سره  د سیاسي حل لارې څخه توافق ته رسیدل بیا بایلوونکی نلري.

همداشان هغه وویل چې د افغانستان حکومت اوربند غوښتنه کوي‌ تر څو د هیواد ګوټ ګوټ ته پراختیايي برنامې او بشردوستانه مرستې ورسیږي‌ او هر وګړی ترینه برښمند شي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې د توافقنامې د لاسلیکیدو سره په هیواد کې د سولې لپاره هیلې راژوندۍ شوې. هغه وویل چې ددې سره سره اوس هم جګړه او نښتې دوام لري. هغه وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې د توافق نه راپدیخوا په نښتو کې ۱۲۰۰۰ تنه وګړي‌ وژل شوي‌ دي‌ او په زرګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه د طالبانو د مرکچي‌ ډلې نه غوښتنه وکړه چې راځۍ دا ښه فرصت د لاسه ورنکړو .

عبدالله عبدالله په افغانستان کې د سولې د پروسې سره د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا د هلو ځلو نه مننه وکړه.

همداشان وروسته بیا د طالبانو د مرکچي ډلې او سیاسي‌ دفتر مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر وینا وکړه. هغه زیاته کړه چې کیدای شي‌ چې ددې مذاکراتو په ترڅ کې د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شو خو دا مذاکرات به په ډیر صداقت او حوصله مندۍ باندې پرمخ یوسي.

هغه د دواړو خواوو نه غوښتنه وکړه چې د روانو مذاکراتو پر مهال د اسلام مبارک دین ارزښتونه او افغانستان ګټې په نظر کې ونیسي. هغه وویل چې مونږ د یو اسلامي‌ نظام غوښتوونکې یو د یو داسې نظام چې د افغانستان هر وګړی پکې ځان وویني .

هغه وویل چې مونږ یو خپلواکه ، ازاد او مترقي‌ افغانستان غوښتنه کوو. همداشان هغه د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان سره مرستو جاري‌ ساتلو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې پدې غونډه کې د ترکیې او د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلي‌ کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو دې غونډې ته په وینا کې وویل چې ترکیه د یو خپلواکه افغانستان او پدې هیواد کې د تل پاتې سولې غوښتنه کوي.

هغه یو ځل بیا د افغانستان د بین الافغاني‌ مذاکراتو کوربه توب ته چمتوالی وښود .

 



اړوند خبرونه