په کندهار ولایت کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید شوی دی.

په کندهار کې چاودنه موټر بم برید شوی

1488303
په کندهار ولایت کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید شوی دی.

د کندهار ولایت د والي‌ ویاند احمد بهیر احمدي خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې نن پنجشنبه د سپټمبر ۱۰ مه نیټه په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید شوی دی.

په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه سرتیري ټپیان شوي‌ دي.

ویاند ویلي دي‌ چې برید کوونکي‌ غوښتل چې د پولیسو د پوستې مخې ته چاودنه وکړي‌ خو پولیس پرې شکمن شوي‌ وو او ډزې پرې کړې وې چې هدف ته د رسیدو نه مخکې چاودنه وکړه.

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۷ تنه پولیس ټپیان شوي‌ دي،

د ټپي شوو سرتیرو روغتیايی حالت ښه دی. 


پيوندونه: #چاودنه , #کندهار

اړوند خبرونه