د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځه یو ځل بیا نښته شوې ده

د افغانستان په ختیځ کې د افغان او پاکستاني‌ پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته شوې ده .

1484754
د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځه یو ځل بیا نښته شوې ده

د ننګرهار والي ضیاالحق امر خیل ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو تیره شپه د مومندرې د غوړکي په سیمه کې د بعضو تاسیساتو جوړولو په موخه خپلسري فعالیتونه پيل کړي وو چې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو لخوا يي مخنیوی وشو. دلته د افغان او پآکتساني ځواکونو ترمنځه نښته هم شوې ده چې په نتیجه کې د عبدالحلیم نامه یو تن افغان پوله ساتي‌ سرتیري‌ ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

والي‌ ویلي دي  چې د سیمې حالات د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. همداشان تیره شپه د افغان او پاکستاني‌ لورو ترمنځه خبرې هم شوي‌ دي.

همداشان په نښته کې پاکستان لوري‌ ته د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي. 



اړوند خبرونه