د افغانستان په زابل ولایت کې چاودنه شوې ده .

په زابل کې د ملکي‌ وګړو پر موټر چاودنه شوې

1481191
د افغانستان په زابل ولایت کې چاودنه شوې ده .

 

د زابل ولایت نه د ترسره کوو معلوماتو له مخې چاودنه د شاه جوی په ولسوالۍ کې شوې ده.

د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د شاه جوی ولسوالۍ د چینوې په سیمه کې د ملکي‌ وګړو په یو موټر چاودنه وشوه.

هغه ویلي دي پيښه هله رامنځته شوه چې د ملکي‌ وګړو تونس ډوله موټر د طالبانو لخوا په سیمه کې په ځای په خای شوي‌ ماین برابر شو. هغه ویلي دي‌ چې پدې پیښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې دوه تنه يي ماشومان دي. همداشان دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پداسې حال کې چې ددې برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو د والي‌ ویاند د برید مسئولیت پر طالبانو اچوي. 



اړوند خبرونه