په افغانستان کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۵۱ تنو ته لوړه شوه

په افغانستان کې د سیلاونو له امله د مرګ ژوبلې شمیره د پام وړ لوړه شوې ده

1480477
په افغانستان کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۵۱ تنو ته لوړه شوه

 د افغانستان د د پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردک، پنجشیر، ننګرهار، لوګر، پکتیا ، پکتیکا، نورستان ، لغمان او خوست په ولایتونو کې   د شدیدو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۵۱  تنو ته لوړه شوه

د افغانستان پيښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي‌ دي چې په هیواد کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۵۱ او د ټپیانو شمیره ۲۵۵ تنو ته لوړه شوې ده .

همداشان په یو زیات شمیر ولایتونو کې د قربانیانو د پلټنې چارې دوام لري.

د یادولو وړ ده چې سیلاونو د ځاني‌ زیانونو سربیره د پام وړ مالي‌ زیانونه هم اړولي‌ دي. په میدان وردک ولایت کې سیلاونو په سلګونو جریبه کرنیزه مځکې او باغونو ته هم زیان رسولی دی. 

 همداشان څه باندې ۱۵۰۰ کورونه تخریب شوي‌ دي. 



اړوند خبرونه