د افغانستان د کندهار پر ولایت پر پولیسو  دوه موټر بم چاودنې شوي‌ دي دي.

په کندهار کې پر پولیسو بریدونه شوي

1479959
د افغانستان د کندهار پر ولایت پر پولیسو  دوه موټر بم چاودنې شوي‌ دي دي.

 

د کندهار پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د نوموړي‌ ولایت د معروف په ولسوالۍ کې د پولیسو په یو ستر مرکز دوه د موټر بمونو چاودنې وشوې.

همداشان د چاودنو نه وروسته د برید کوونکو او پولیسو ترمنځه نښته شوې ده.

د کندهار د امنیې قومندان تادین خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې نښته کې ۱۳ تنو طالب اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ۶ تنه مړه او ۷ تنه ټپيان شوي‌ دي.

پداسې حال کې چې تادین خان پدې نښته کې یواځې یو تن امنیتي‌ د وژل کیدو نه یادونه کړې ده خو یوې بلې سرچینې بیا د پنځو تنو سرتیرو د وژل کیدو او ۶ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. طالبانو د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي


پيوندونه: #چاودنه , #کندهار

اړوند خبرونه