د افغانستان په غزني ولایت کې پر امنیتي ځواکونو ډله ایز برید شوی دی.
طالبانو تیره شپه د غزني ولایت په یو زیات شمیر امنیتي پوستو بریدونه کړي
غزني ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو تیره شپه د ده یک پر ولسوالۍ ډله ایز برید کړی دی چې په نتیجه کې ۱۲ تنه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي طالبانو لومړی د ده یک ولسوالۍ پر ودانۍ په چاویدونکو توکو بار یو زغروال هاموې موټر پر مټ چاودنه وکړه او وروسته يي برید پيل کړ.
د غزني د والي ویاند نن خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په یو زیات شمیر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چې ټول په شا تنبول شوي دي.
هغه ویلي دي چې ددې سربیره طالبانو تیره شپه د ده یک د ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله وال برید سربیره پر ودانۍ د موټر مټ برید هم کړی دی چې په نتیجه کې ۳ تنه سرتیري مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د تیرې شپې د نورو بریدونو د مرګ ژوبلې دقیقې شمیرې په اړه معلومات نلري.
هغه زیاته کړې ده چې پدې نښتو کې طالبانو ه د پام وړ مرګ ژوبله اوښتې ده .
د بله پلوه د غزني ولایت ولایتي شورا د طالبانو د بریدونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده او د مرکزي حکومت نه يي ددې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه د هر څه عاجلو ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړې ده .
د غزني ولایت د ولایتي شورا رئیس بیا خبرداری ورکړی دی که چیرې مرکزي حکومت د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام ونکړي خدای مکړه دا ولایت به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی