د افغانستان په غزني‌ ولایت کې پر ملکي‌ وګړو خونړۍ چاودنه شوې.

په غزني کې چاودنه شوې

1477645
د افغانستان په غزني‌ ولایت کې پر ملکي‌ وګړو خونړۍ چاودنه شوې.

 

د غزني‌ ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن یکشنبه د اګست ۲۳ مه نیټه د جغتو ولسوالۍ د پیرکي په سیمه کې د ملکي‌ وګړو په یو سراچه ډوله موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۷ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پدې خونړۍ پيښه کې د ۳ تنو میرمنو او دوو تنو ماشومانو په ګډون ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.  د ویلو ده چې په افغانستان کې د سړک د غاړو ماینونو او پدې وروستیو کې مقناطیسي بمونو خلکو ته تر ټولو ستر ګواښ مخامخ کړی دی.

پدې هیواد کې هره ورځ ګن شمیر کسان د سړک د غاړې د ماینونو او مقناطیسي بمونو په چاودنو کې ژوند د لاسه ورکوي.


پيوندونه: #چاودنه , #جغتو , #غزني

اړوند خبرونه