په غزني کې په یو کور د هاوان توپ مرمۍ لګیدلې ده
په غزني ولایت کې په یو کور د هاوان مرمۍ د لیګیدو له امله د یوې کورنۍ ۷ تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړی
1474919
د افغانستان په غزني ولایت کې په یو کور د هاوان توپ مرمۍ د لګیدو له امله ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د غزني ولایت ځايي اوسیدونکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د انډړو په ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان توپ مرمۍ لګیدلې ده .
دا لا معلومه نده چې دا هاوان مرمۍ د کوم لوري نه راغلې او د چا لخوا راتوغول شوې ده .
په پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی