د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

کابل کې چاودنه شوې

1473035
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ۱۷ مې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده . په چاودنه کې د یو تن پولیس د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن جمعه  د اګست ۱۴ مه د کابل د ۱۷ مې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د ویس قرن جامع جومات ترڅنګ د ځای په ځای شوي‌ بم چاودنه شوې.

هغه ویلي‌ دي‌ چاودنه هله رامنځته شوه چې پولیسو د چاودیدونکو توکو د شنډولو هڅه کوله.

په چاودنه کې یو تن پولیس ټپي‌ شوی دی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه