په بادغیس کې پر افغان ځواکونو برید شوی
طالبانو د بادغیس د قادس په ولسوالۍ او امنیتي پوستو برید کړی
1471647

د افغانستان په بادغیس ولایت کې د طالبانو په برید کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پيښه د بادغیس ولایت د قادس په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
د قادس د ولسوالۍ ولسوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه پدې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو او د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ چې په نتیجه کې نښته پیل شوه.
هغه ویلي دي چې پدې نښته کې ۴ تنه امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان مقابل لوري ته هم ځاني زیانونه اوښتي.
د طالبانو بریدونه په شا تنبول شوي دي. پدې نښته کې ۳ تنه طالب جنګیالي مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.