د افغانستان په ځتیځ ننګرهار ولایت کې ۸ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
طالبانو په ننګرهار کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د پچیراګام ولسوالۍ د ګري خیل په سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.
پدې برید کې ۶ تنو امنیتی سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان پدې نښته کې طالب جنګیالیو ته هم د پام وړ ځاني تلفات اوښتي دي.
همداشان ددې سربیره د لشکر اسلام په نامه ډلې د نازیانو په ولسوالۍ کې هم پر امنیتي ځواکونو برید کړې چې په نتیجه کې دوو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې افغان حکومت د بین الافغاني سولې مذاکراتو د پیلولو په خاطر د طالبانو وروستی شرط د ۴۰۰ تنو طالب اورپکو چې په سنګینو جرایمو تورن ول د خوشې کولو پریکړه وکړه.
تمه کیږي چې بین الافغاني مذاکرات هر څه ژر په قطر کې پیل شي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی