په کندهار کې چاودنه شوې

په کندهار کې پر ملکي‌ وګړو خونړۍ چاودنه شوې

1466213
په کندهار کې چاودنه شوې

د افغانستان کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ملکي‌ وګړو چاودنه شوې.

د کندهار ولایت مسئولینو د سپین بولدک په ولسوالۍ کې په چاودنه کې د ۳ تنو ملکي‌ وګړو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

د کندهار ولایت ویاند بهیر احمدي خبري رسنیو ته وویل چې نن دوشنبه د اګست دریمه د سهار د شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې د سپین بولدک ولسوالۍ د معینان په سیمه کې د ملکي‌ وګړو پر موټر د ماین چاودنه وشوه.

هغه ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنه ملکي وګړي‌ مړه او ۳ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی د کندهار پولیسو د برید پړه پر طالبانو اچولې ده



اړوند خبرونه