په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ووژل شو.

په افغانستان کې د داعش د استخباراتو مشر ووژل شو

1465694
په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ووژل شو.

 

د افغانستان د ملي‌ امنیت ریاست په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو د مشر د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون د خالي‌ ورځ د اګست لومړۍ نیټه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مشر اسدالله اورکزی د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي چې د ملي‌ امنیت خاصو ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مشر د پاکستان د اورکزیو اوسیدونکی ضیاالرحمان مشهور په اسد الله اورکزی  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړل شو.

په بیان کې راغلي‌ دي چې نوموړی په افغانستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو او ملکي‌ وګړو د یو زیات شمیر خونړیو بریدونو مسئول وو.

نوموړی د جلال آباد ښار د خالص په فامیلیو کې وژل شوی دی.


پيوندونه: #داعش , #افغانستان

اړوند خبرونه