د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې په مرکزي محبس ځانمرګی برید شوی دی.

په ننګرهار کې ځانمرګی برید شوی

1465944
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې په مرکزي محبس ځانمرګی برید شوی دی.

 

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې نن د ماښام په ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې په مرکزي محبس د موټر پر مټ ځانمرګی برید کړی.

ویل کیږي‌ د برید نه وروسته برید کوونکي د محبس ترڅنګ په کورونو او یوې پلازه کې ځای په ځای شوي‌ او د امنیتي‌ ځواکونو سره په نښته کې ښکیل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د برید پخلی کړی دی.

د بله پلوه د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې د ننګرهار په مرکزي محبس د موټر پر مټ  د ځانمرګي‌ برید نه وروسته د امنیتي‌ ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه نښته پیل شوې ده.

ویاند ویلي‌ دي چې چاودنه د محبس په دخولي دروازه کې شوې ده . هغه ویلي‌ دي‌ چې درې تنه برید کوونکي‌ د پولیسو لخوا د خپو غورځول شوي‌ دي. د بله پلوه عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې د محبس  پر سر چورلکې هم ګزمه وهي. عینې شاهدانو په محبس کې د اورلګیدنې او ځینې زندانیانو د تښتیدلو نه هم خبر ورکړی دی. ویل کیږي ځیني‌ تښتیدلي‌ زندانیان بیرته د پولیسو لخوا نیول شوي‌ دي.

تر اوسه پورې پدې برید کې د ۲۳ تنو د وژل کیدو او ۴۲ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د بله پلوه طالبانو دا برید په کلکه توګه رد کړی دی.

د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې دا برید رد کړی او ویلي دي‌ چې برید ددوې لخوا ندی ترسره شوی دی.



اړوند خبرونه