د افغانستان د لوګر په ولایت کې د لوی اختر په شپه  په لسګونو کورنۍ  د غم په ټغر کینول شوې.

په لوګر کې د تیرې شپې په چاودنه کې نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1464906
د افغانستان د لوګر په ولایت کې د لوی اختر په شپه  په لسګونو کورنۍ  د غم په ټغر کینول شوې.

 

د لوګر ولایت په مرکز پل عالم ښار کې تیر ماښام د یو موټر بم په چاودنه کې نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې ترهګرو تیر ماښام د لوګر ولایت په مرکز پل عالم ښار کې د ترهګرو لخوا د ترسره شوي موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي‌ وګړي‌ مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا چاودنه د پل عالم ښار د ازادۍ په څلور لارۍ کې رامنځته شوې ده.

دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته کیږي‌ چې طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ. خو دا چاودنه د اوربند د نافذیدو نه یواځې څو ساعته مخکې رامنځته شوه.

د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

چاودنې د لوګر او ټول افغانستان  خلکو د اختر په  خوښيو سیوری وغوړ.



اړوند خبرونه