په ارزګان کې خونړۍ چاودنه شوې

په ارزګان ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې

1463896
په ارزګان کې خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان د ارزګان په ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې ده .

د ارزګان ولایت د والي‌ ویاند زړګي عبادي  خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې نن چارشنبه د جولای ۲۹ مه د سهار په ساعتونو کې د پولیسو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

د هغه په وینا پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

عبادي ویلي دي چې دا چاودنه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې  رامنځته شوې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي‌ چې د طالبانو لخوا شوی وي.


پيوندونه: #چاودنه , #ارزګان

اړوند خبرونه