د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

کابل کې چاودنه شوې

1462930
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په وختي ساعتونو کې پلازمینه کابل کې د چاودنې غږ واوریدل شو.

چاودنه د پلازمینې کابل د څلورمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د بادام باغ په سړک کې شوې ده.

عیني‌ شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې چاودنه په یو رینجر کې شوې ده .

ویل کیږي‌ چاودنه د مقناطیسي‌ بم د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د بادام په سړک په یو رینجر کې د مقناطیسي بم چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه