په کابل کې د کاپیسا د امنیې قومندان مرستیال ووژل شو
د افغانستان د کاپيسا ولایت د امنیې قومندانۍ مرستیال په کابل کې ووژل شو.
1461665
د کابل پولیسو ویلي دي چې نن خالي د جولای ۲۵ مه د سهار په ساعتونو کې د کلکان په ولسوالۍ کې د کاپیسا د امنیې قومندانۍ د مرستیال پر موټر برید شوی چې په نتیجه کې د امنیې قومندان مرستیال او یو تن بل کارکوونکي ژوند د لاسه ورکړی او تن بل چارواکی ټپي شوی دی.
د کابل پولیسو ویلي دي چې دا برید د سهار په ۷ بجو او شلو دقیقو رامنځته شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
همداشان د برید په تړاو هم تر اوسه پورې څوک نیول شوي دي. کابل پولیسو ویلي دي چې د برید په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی