په ننګرهار کې طالبانو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی

افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې طالبانو ته ډیر ستر ګوزار ورکړی دی.

1460491
په ننګرهار کې طالبانو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی

 

د افغانستان د ننګرهار ولایت د خوږیاڼي په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند عطاالله خوږیاڼي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې طالبانو تیره ورځ د خوږیاڼي ولسوالي  قیلغو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړل چې د افغان ځواکونو د ډیر سخت ځوابي بریدونو سره مخامخ شول.

هغه وویل چې د بریدونو نه وروسته نښته رامنځته شوه چې په نتیجه کې ۴۴ تنه طالب جنګيالي‌ مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

هغه ویلي دي‌ چې یو تن طالب جنګیالی د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی هم دی.

د خوږیاڼي په وینا پدې نښته کې طالبانو ته د سترو ځاني‌ تلفاتو د اړولو سربیره د یادې شوې ډلې ۱۰ موټرې او یو زیات شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي‌ دي.

ویاند ویلي‌ دي چې پدې نښته کې افغان ځواکونو ته ځاني‌ تلفات ندي‌ اوښتي.

 

 



اړوند خبرونه