په پکتیکا کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې
په پکتیکا کې چاودنه شوې
د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې.
د پکتیکا ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د یاد شوي ولایت د سروبي په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
د پکتیکا ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن یکشنبه د جولای ۱۹ مه د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د امنیې پر قومندان چې د طالبانو د یو برید د په شا تنبولولو په موخه د مرستې په خاطر روان وو چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې چاودنه د هغه په هاموې ټانک شوې ده چې په نتیجه کې ټانک په کامله توګه ویجاړ شوی دی. پدې چاودنه کې د سروبي د ولسوالۍ د امنیې قومندان او د هغه درې تنو ساتوونکو د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا چاودنه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
هغه د څه باندې ۱۵ کلونو راهیسې په امنیتي ارګانونو کې دنده ترسره کړې وه.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی