په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست ډله ایز برید شوی

په سمنګان ولایت کې د ملي‌ امنیت ریاست ترڅنګ ډیره درنده چاودنه شوې

1453946
په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست ډله ایز برید شوی

د افغانستان په شمال کې په سمنګان ولایت کې  د درندې چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.

د سمنګان ولایت د والي‌ ویاند صدیق عزیزي خبري رسنیو ته ویلي دي‌ چې نن د غرمې نه مخکې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې  د ملي امنیت او ښاروالۍ ترڅنګ یوه ډیره ستره چاودنه وشوه.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ګمان کیږي‌ دا چاودنه د موټر پر مټ شوي‌ وي. همداشان د چاودنې نه وروسته په سیمه کې نښته پیل شوې ده چې اوس هم روانه ده.

ویاند زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د ددې پيښې څه باندې ۴۰ تنه ټپیان د ایبک ښار مرکزي روغتون ته انتقال شوي‌ دي.



اړوند خبرونه