په کندوز کې پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه شوي

د کندوز د امام صیب او چار درې په ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو هممهاله بریدونه شوي

1454103
په کندوز کې پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه شوي

د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې د طالبانو په هممهاله بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنو امنیتي‌ سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کندوز ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د کندوز ولایت د امام صیب او چار درې په ولسوالیو کې د پوځ او پولیسو پر پوستو هممهاله بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۱۴ تنو امنیتي‌ سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

هغه ویلي دي چې د بریدونو نه وروسته په پيل شوو نښتو کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي‌ دي.

طالبانو د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی او پدې بریدونو کې د ۱۹ تنو افغان سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده .



اړوند خبرونه