په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي

1452606
په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په افغانستان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د  ۲۸۶ تازه مثبتو پیښو د ثبتیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن جمعه د جولای لسمه  ویلي‌ دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۸۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي.

همداشان د یاد شوي‌ وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۴۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوی دی چې د ۲۸۶ تنو ټسټ مثبت راوتلی دی.

پدې ډول په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۴۱۹۴ ته  لوړه شوه.

همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴ تنو  د کرونا ویروس له امله  ژوند د لاسه ورکړی چې د مړو شمیره ۹۷۱ تنو ته رسیدلې ده .

د ویلو ده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډیرې مثبتې پيښې په کابل کې رامنځته شوي‌ دي.

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱ تنه  د کرونا ویروس ناروغان ښه شوي‌ دي‌ او پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۰۸۸۲ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه