د افغان ځواکونو الوتکې سقوط کړې

په بغلان کې د افغان ځواکونو اړوند الوتکې سقوط کړی

1452504
د افغان ځواکونو الوتکې سقوط کړې

د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې  د افغان ځواکونو یوې الوتکې سقوط وکړ.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي‌ چې پرون پنجشنبه د جولای نهمه د هیواد په شمال کې په بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو اړوند یوې ای ۲۹ ډوله الوتکې سقوط کړې دې.

په بیان کې راغلي دي چې الوتکې د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې سقوط کړی دی.

الوتکه د تخنیکي‌ ستونزې له امله لویدلې ده. پدې پيښه کې د الوتکې پيلوټ روغ جوړ ژغورل شوی دی.

د پيښې په اړه تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه