په کندهار کې ځانمرګی برید شوی

د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز ځانمرګی برید شوی

1451071
په کندهار کې ځانمرګی برید شوی

 د افغانستان په کندهار ولایت کې د شاه ولي کوټ  ولسوالۍ د  امنیې قومندانۍ  ترڅنګ ځانمرګی برید شوی .

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې نن چار شنبه  د جولای اتمه د سهار په څلورو بجو شاوخوا کې د شاه ولي‌ کوټ ولسوالۍ د مقام  او امنیې قومندانۍ ترڅنګ د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنه پولیس مړه او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

د کندهار ولایت د والي‌ ویاند بشیر احمد خبري  رسنیو ته ویلي دي چې  نن د سهار په وختي‌ ساعتونو کې یو تن ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل د شاه ولي‌ کوټ ولسوالۍ د امنیې پر قومندانۍ ځانمرګی برید وکړي‌ د پولیسو لخوا د تشخیصیدو نه وروسته خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې ویشتل شوی دی. ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو د مرکز د نظام قرول په مخکې موټر ته چاودنه ورکړې ده .

پدې پيښه کې ۴ تنه پولیس مړه او د ملکي‌ وګړو په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم ډلې په غاړه ندی اخیستی.

د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د امنیې قومندان خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې دا برید د یو پوځي‌ موټر پر مټ شوی دی.



اړوند خبرونه