په بغلان ولایت کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې ده .

د بغلان ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر خونړۍ چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۲ تنه سرتیري مړه او د نهرین ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند جاوید بشارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه نن سهار رامنځته شوه. هغه پدې پيښه کې د مړو او ټپیانو دقیقه شمیره نده اعلان کړې .
د بله پلوه د نهرین ولسوالۍ ولسوال بیا خبريرسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده. هغه ویلي دي چې پیښه د اره کش په سیمه کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او د نهرین د امنیې قومندان په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه

افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ښارجوړونې او مسکن په وزارت ځانمرګي برید وشو.
افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ښارجوړونې او مسکن په وزارت ځانمرګي برید وشو.