په هلمند ولایت کې په یو سیمه ایز بازار خونړی برید شوی

د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې په یو سیمه ایز بازار د میلې پر مهال راکټي برید شوی دی.

1445336
په هلمند ولایت کې په یو سیمه ایز بازار خونړی برید شوی

 

پیښه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

نن دوشنبه د چنګاښ نهمه د غرمې نه مخکې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې په یو سیمه ایز بازار د میلې پر مهال راکټي برید شوی دی.

د لومړنیو شمیرو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او نږدې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

سیمه ایز مقامات وايي چې دا لا معلومه نده چې دا راکټ د چا لخوا توغول شوی دی.

د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه