په سرپل او غور ولایتونو کې طالبانو ته ستر ګوزارونه ورکړل شوي دي

د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې طالبانو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

1444748
په سرپل او غور ولایتونو کې طالبانو ته ستر ګوزارونه ورکړل شوي دي

 

د سرپل ولایت د سوزمه قلعه په ولسوالۍ کې د طالبانو په یوې غونډې د افغان ځواکونو لخوا هوايي برید شوی چې په نتیجه کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې .

د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني‌ خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه افغان ځواکونو د سوزمه قلعه په ولسوالۍ کې د طالبانو په یوې غونډې هوايي برید کړی چې په نتیجه کې ګن شمیر طالبان وژل شوي‌ دي. هغه ویلي دي چې پدې برید کې د طالبانو څه تنه قومندانان هم وژل شوي‌ دي‌ خو د ځاني‌ تلفاتو کره شمیره يي معلومه نده.

د ویلو ده چې افغان ځواکونو د نوموړي برید ځیني عکسونه هم خپاره کړي دي.

د ویلو ده چې طالبانو تیره شپه د غور ولایت د ساغر پر ولسوالۍ کې پر امنیتي‌ پوستو ډله ایز برید کړی وو چې د افغان ځواکونو د ځوابي برید او سخت مقامت سره مخامخ شول.

پدې نښته کې ۱۴ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي  چې طالبانو ته د غور ولایت د ساغر په ولسوالۍ کې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو د دواړو بریدونو په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه