په کندهار کې په دوو جلا جلا بریدونو کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي

په ارغنداب کې ګن شمیر طالبان وژل شوي‌ دي

1444308
په کندهار کې په دوو جلا جلا بریدونو کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي

د افغانستان په سویل کې په کندهار ولایت کې په هوايي  برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالبان  وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې دا برید د ارغنداب ولسوالۍ د درې سیاسنګ په سیمه کې شوی دی.

امنیتي ځواکونو د ارغنداب ولسوالې د درې سیاسنګ په سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله يي‌ ورته اړولې ده .

د بله پلوه د کندهار ولایت د والي ویاند بیا ویلي‌ دي‌ چې په ارغنداب ولسوالۍ کې برید د ناټو ځواکونو لخوا شوی دی.

د کندهار ولایت د والي ویاند د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ناټو په مشرۍ نړۍوالو ځواکونو په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې ۱۵ تنه طالبان مړه او ۶ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

پدې بیان کې راغلي‌ دي چې د کندهار ولایت په معروف  ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې ده چې په نتیجه کې ۶ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.



اړوند خبرونه