په کندهار کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي‌ ځواکونو او طالبانو ترمنځه سخته نښته شوې ده

1435201
په کندهار کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار کې په جګړه کې ۱۶ تنه طالب اورپکي‌ وژل شوي‌ دي. د کندهار امنیتي‌ چارواکیو ویلي دي چې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې ده چې طالبانو ته پکې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده .

امنیتي چارواکي وايي، نښته تیره شپه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې رامنځته شوې.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن شنبه (غبرګولې۲۴) خبري رسنیو  ته وویل چې تيره شپه ناوخته  ګن شمېر وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په عمارت سیمه کې د پوليسو پر مرکزونو د سقوط د نیولو په خاطر  بریدونه پيل کړل  چې جګړې تر نن سهار پوري دوام در لود.

هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

بارکزي وويل:"د ډنډ ولسوالۍ د عمارت په سیمه کې وسله والو پر پولیسو حمله کړي چي پولیسو مقامت کړی، شپاړس طالب وسله وال یې وژلي او یوولس نور یې مرګوني ټپیان کړي دي چي پاته یې په تیښته بریالي شوي دي."

دا په یاده ولسوالي کې د وسله والو او حکومتي قواوو ترمنځ د جګړې تر ټولو لویه پېښه ده چې رامنځته کيږي.

بلخوا یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د عمارت د سیمې د تیري شپې په جګړه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه هم شوي او ډيره مرګ ژوبله وسله والو ته په یادو بریدونو کې اوښتې ده.

سرچیني زیاته کړه چې په یاده نښته کې ۶ پوليسو ته هم مرګز ژوبله اوښتې خو د وژل شویو او ټپي سرتیريو شمېره يې په ډاګه نه کړه.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

ډنډ ولسوالي د کندهار تر ټولو امن ولسوالي ده چې ګڼي برخي يې اوس د ښاروالۍ له لوري په کندهار ښار ګډي شوي دي.

دغه راز د کندهار هوايي ډګر چي په جنوب کې د افغان او نړیوالو قواوو تر ټولو ستر مرکز دی هم لویه برخه په ډنډ ولسوالي کې پرته ده.



اړوند خبرونه