په تخار کې ۱۵ تنه طالب جنګیالي ووژل شول
د افغانستان په شمال کې په تخار ولایت کې ۱۵ تنه طالبانو د خلکو نه په زور سره د عشر د راټولو پر مهال د پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د تخار د امنیې قومندانۍ نن جمعه د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تیره شپه یوه ډله طالبان د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د مشتاق په کلي کې د خلکو نه په زور سره د عشر په راټولو پیل وکړ. همداشان هغوې د خلکو نه ددوې لپاره امنیتي پوستو د جوړولو غوښتنه وکړه.
په خبرپانه کې راغلي دي چې کله چې د تخار د امنیې قومندان د مسئلې په اړه راپور ترلاسه کړ سمدلاسه يي د یاد شوي کلي پر لورې حرکت وکړ.
کله چې پولیس سیمې ته ورسید د طالبانو سره په جګړه کې ښکیل شول چې په نتیجه کې ۱۵ تنه طالبان مړه او پنځه تنه نور ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې سربیره ۶ تنه طالبان ژوندي نیول شوي دي او ځینې نور بیا غرونو ته تښتیدلي دي.
پولیسو ویلي دي چې پدې عملیاتو کې د پولیسو سربیره سیمه ایزو پاڅون کوونکو هم ګډون کړی وو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی