په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۲۳ زره ۵۴۶ ته لوړه شوه

1434534
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په افغانستان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله شلو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۶۵۶ مثبې پيښې ثبت شوي‌ دي چې پدې ډول د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۵۴۶ ته لوړه شوه.

همداشان په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره  ۴۴۶ تنو او د روغو شوو ناروغانو شمیره ۳۹۲۸ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه