په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې د ۲۲ زرو نه واوښتې

1433074
په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۰۵ تنو ته لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په کچه د کرونا ویروس ۶۸۴ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي چې پدې ډول د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۱۴۳ ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لایتونو په کچه د کرونا ویروس د  ثبت شوو مثبو پيښو ارقام په لاندې دي.

کابل ۳۹۳ مثبتې پيښې، هرات ۹۶ کې، ننګرهار کې ۹۵، نیمروز کې ۲۵، کونړ کې ۱۸، کندهار کې ۱۳، په فراه کې ۱۲، کندوز کې ۸ ، ارزګان کې ۷ ، بادغیس کې ۶ ، بدخشان کې ۴ ، زابل کې ۴  او پروان ولایت کې ۳ مثبتې پښې ثبت شوي‌ دي.

همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي چې پدې ډول د روغو شوو ناروغانو شمیره ۲۹۷۵ تنو ته لوړه شوې ده.

همداشان تاسې کولی شۍ چې د ټولې نړۍ د کرونا ویروس د ځاني‌ تلفاتو او مثبتو پيښو شمیرې  په اړه معلومات د دې لینک په کیمډولو سره ترلاسه کړۍ.

https://www.trt.net.tr/pashto/covid19

 

 

 



اړوند خبرونه