د آریانا افغان هوايي شرکت ترکیې ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې

د افغانستان د آریانا افغان هوايي شرکت د کابل – استانبول – انقرې ترمنځه الوتنې له سره پیل کړې.

1432698
د آریانا افغان هوايي شرکت ترکیې ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې

 

په ترکیه کې د ( آریانا افغان هوايي شرکت )  د نماینده ګۍ مسئولې او  « د آریا توریزم د شرکت » رئیسۍ سهیلا شالیزۍ  د اناتولیا خبري اژانس خبریال ته ویلي دي چې د ترکیې د روغتیايي ادارو او هوانوردۍ د ادارې د اجازې له مخې د آریانا افغان هوايي شرکت د کابل – استانبول – انقرې ترمنځه الوتنې چې د کرونا ویروس د خپریدو د تدابیرو په چوکاټ کې درلول شوي‌ وو له سره پيل کړل.

هغې ویلي‌ دي چې دا الوتنې د روغتیايي تدابیرو او شرایطو د په نظر کې نیولو سره په اونۍ کې د هرې چار شنبې پر ورځ د کابل – انقرې او انقرې – کابل او د جمعې په ورځو د کابل – استانبول او استانبول – کابل ترمنځه الوتنې په منظم ډول سره ترسره کیږي.

سهیلا شالیزي ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د آریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان د یواځني‌ ملي‌ شرکت په توګه تل خپلو هیوادوالو او ټولو مساپرو ته د هر ډول اسانتیاو د برابرولو او په ډیره عالي کچه د خدماتو د ورکولو هڅه کوي. همداشان د آریانا افغان هوايي شرکت په ترکیه کې په زده کړو بوختو محصلیو لپاره د ځانګړي‌ تخفیف پروګرام لري‌ چې له مخې د خپلو زده کوونکو سره په اقتصادي‌ برخه کې اوږه ورکوي.

هغې وویل چې ددینه وروسته به په الوتکو کې  د روغتیايي تدابیرو د مراعات کولو څارونکي او روغتیايي پرسونل هم په دندو وګمارل شي.

د ویلو ده چې د افغانستان د آریانا افغان هوايي شرکت د ترکیې سربیره چین، روسیې، متحده عربی‌ اماراتو، هند ا، ازبکستان او سعودي عربستان په  ګډون یو زیات شمیر هیوادونو ته مخامخ الوتنې لري چې ډیری هیوادونو ته يي الوتنې له سره پيل کړي دي.



اړوند خبرونه