په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱ زرو ته نږدې شوه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۷۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

1431638
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱ زرو ته نږدې شوه

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د کرونا ویروس له امله ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۷۵ تنه په ویروس اخته شوي‌ دي چې ددې سره په هیواد کې د کرونا له امله د مړو شمیره ۳۶۹ تنو او د مثبتو پيښو شمیره ۲۰۹۱۷ ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډیرې مثبتې پیښې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي‌ دي. په کابل کې ۱۹۳ ، په هرات کې ۱۵۱، په کندهار کې ۳۹، په هلمند کې ۳۹،  په کونړ کې ۲۶ ، په ننګرهار کې ۲۳،  په لوګر کې ۲۲، بادغیس کې ۱۳، په پروان کې ۱۳، په نیمروز کې ۱۰، په غور کې ۱۰، په زابل کې ۸، په میدان وردک کې ۷، په تخار کې ۵، په لغمان کې ۳، په بدخشان کې ۱ او په دایکندي ولایت کې یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده .

همداشان په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۹ تنه د کرونا ناروغان ښه شوي‌ چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۷۱ ته لوړه شوه.



اړوند خبرونه