په کندهار کې چاودنه شوې

د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.

1428562
په کندهار کې چاودنه شوې

 

د کندهار نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې  پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۹ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ویاند خبري رسنیو ته وویل چې نن  چار شنبه  د غرمې نه مخکې د سهار  د لسو بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د ارغستان په ولسوالۍ کې د ملکي‌ وګړو د سپرلۍ پر موټر په لویه لاره کې ځای په خای شوی ماین وچاوید چې په نتیجه کې ۹ تنه ملکي وګړي‌ مړه او ۵ تنه نور ټپيان شول.

ویاند ویلي دي‌ چې ماین د طالبانو لخوا په لویه لاره کې خښ شوی وو چې د ملکي‌ وګړو ژوند يي‌ واخیست.



اړوند خبرونه