په کندوز کې چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې چاودنه شوې.

1427548
په کندوز کې چاودنه شوې

 

د کندوز ولایت سیمه ایزو چارواکیو ویلي‌ دي چې تیره شپه د یادو شوي‌ ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د کندوز ولایت د والي‌ ویاند خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې تیره شپه  د خان آباد ولسوالۍ د جنګل باشي په سیمه کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي دي  چې چاودنه د کرنیزو کارګرانو په د سپرلۍ په زرنج شوې ده.

ویاند ویلي‌ دي چې چاودنه د طالبانو تر کنټرول لاندې په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د هغه په وینا د ټپیانو نه هم د ۴ تنو روغتیايي حالت ښه ندی. ټپیان د تداوۍ په موخه د کندوز ولایت دولتي‌ روغتون ته راانتقال شوي‌ دي.

د پيښې قربانیان د بدخشان ولایت اورسیدونکي‌ دي‌ چې د کار په خاطر کندوز ولایت ته راغلي‌ وو.



اړوند خبرونه