په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر تولو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

په افغانستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی

1426129
په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر تولو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

ه افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي.

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وکړه. وزارت ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ترسره شوو ټسټونو نه ۸۶۶ مثبت اعلان شوي دي.

پدې ډول په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۴۵۲۵ ته لوړه شوه.

همداشان په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۲۴۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۳۰۳ تنه ناروغان ښه شوي‌ دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي‌ دي‌ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډیرې مثبتې پيښې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي‌ دي. په کابل کې ۷۰۷ تنه شکمن ټسټونه معاینه شوي‌ دي‌ چې ۴۱۱ يي مثبت ول.

همداشان په دویم کتار کې بیا هرات ولایت ځای لري.



اړوند خبرونه