په کندهار کې چاودنه شوې

په کندهار کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

1425913
په کندهار کې چاودنه شوې

د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه شوې.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د کندهار ولایت د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د پیرو کلاچه په سیمه کې شوې ده .

چاودنه د حمام مخې ته رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې ۷ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو نه خبر ورکړ شوی دی.

د سیمې پولیسو ویلي دي‌ چې پدې چاودنه کې دوو تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی او پنځه تنه نور وګړي‌ ټپیان شوي‌ دي.

پولیسو په سیمه کې د چاودنې په اړه څیړنې پيل کړي‌ دي.د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

 


پيوندونه: #چاودنه , #کندهار

اړوند خبرونه