په زابل کې خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان د زابل په  ولایت کې  خونړۍ چاودنه وشوه.

1420028
په زابل کې خونړۍ چاودنه شوې

 

د زابل ولایت د میزان په ولسوالۍ کې د ملکي‌ وګړو د سپرلۍ پر موټر د بم د چاودنې په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ مرګ ژوبله اوښتې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین خبري رسنیو ته ویلي‌ دي چې د زابل ولایت د میزان په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا په لویه لاره کې د خښ شوي‌ ماین د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

هغه ویلي دي‌ چې پدې پیښه کې د دوو تنو ماشومانو په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.



اړوند خبرونه