په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیره ۵۶۳۹ ته لوړه شوه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۱۳ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1417143
په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیره ۵۶۳۹ ته لوړه شوه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۱۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

دا رقم په افغانستان کې تر ننه پورې ثبت شوی تر ټولو لوړ رقم دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۵۶۳۹ ته لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۴۱۳ تازه مثبتو پيښو د ثبتیدو نه خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددې ویروس له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴۳ تنه ښه شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ددې پيښو نه ۱۸۸ يي‌ یواځې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي‌ دي.



اړوند خبرونه