په پکتیا کې په لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی
د افغانستان د پکتیا په ولایت کې په لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی دی.
1414773
په پکتیا ولایت کې نامعلومو کسانو د جومات نه د راوتو پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله وال برید کړی چې په نتیجه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت ویلي دي چې پرون د ماښام په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې په لمونځ کوونکو وسله وال برید کړی دی.
هغه ویلي دي نامعلومو وسله والو د جومات د لمونځ کوونکو د راوتو پر مهال پر هغوې ډزې کړي چې په نتیجه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې د تیرې خالي ورځې د ماسخوتن د لمانځه پر مهال په کابل کې د یو جومات ملا امام د تراویح لمونځ پر مهال په جومات کې په وسله وال برید کې وژل شوی وو.
همداشان په ننګرهار ولایت کې هم یو تن د قرانکریم قاري د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی وو.