د خوست د امنیې قومندان په شهادت ورسید
د خوست د امنیې پر قومندان مرګونی برید وشو
د افغانستان د خوست ولایت د امنیې قومندان په شهادت ورسول شو.
د خوست ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې ولایت د امنیې قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی تیره شپه د هغه په موټر د چاودنې له امله په شهادت ورسید.
د خوست ولایت والي حلیم فدايي خبري رسنیو ته ویلي دي چې مل پاسوال پياوړی د امنیې قومندان سید احمد بابازی تیره شپه د ۱۱ بجو پر مهال د هغه پر موټر د ترسره شوې چاودنې په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړ او په شهادت ورسید.
د والي د وینا له مخې د بابازي په موټر هله چاودنه وشوه چې تیره شپه د خوست د ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته د دښمن پر خلاف عملیاتو ته روان وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خوست د امنیې پر قومندان سید احمد بابازي د چاودنې او د هغه د شهادت پخلی کړی دی .
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې مل پاسوال سید احمد بابازی تیره شپه د یوولسو بجو په شاوخوا کې د نادر شاه کوټ ولسوالۍ د ځینیخیلو په سیمه کې د دښمن پر خلاف د عملیاتو لپاره روان وو چې لاره کې پرې چاودنه وشوه.
پدې چاودنه کې د هغه سربیره درې تنو پولیسو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د خوست د والي ویاند ویلي دي چې پدې چاودنه کې د امنیې قومندان سکرتر هم وژل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د مل پاسوال سید احمد بابازي پر مړینې ژوره خواشیني ښودلې او د تسلیت پيغام يي خپور کړی دی.
هغه په خپور کې پيغام کې ویلي دي چې د جنرال سید احمد بابازي په شهادت خواشینی شوم. د پولیسو د شهیدانو په اوږده لیست کې د دې هېواد د یوه بل مېړني زوی نوم ثبت شو. هغه یو مسلکي پولیس او ژمن عسکر و, چې دښمن سره تر پایه و جنګېد. قرباني به ېې هیڅکله هېره نشي. کورنیو او د پولیسو ټول فامیل ته تسلیت وایم. اروا یې ښاده.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی