د افغانستان د روغتیا وزیر په کرونا ویرس اخته شوی دی
فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس ټسټ مثبت اعلان شو
1412948
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار کړې ده.
هغه ویلي دي چې د ښاغلي فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس ټسټ مثبت وو او د همدې امله هغه قرنطین شوی دی.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۵۶۳ ته او د مړو شمیره ۱۰۶ تنو ته رسیدلې ده.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی