د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر وویل چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

امریکا: طالبان په کړو ژمنو عمل نکوي

1411585
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر وویل چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

 

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر دا خبره د سې شنبې په ورځ وکړه. هغه وویل چې طالبانو د امریکا سره د لاسلیک شوي‌ هوکړه لیک په ژمنو عمل نکوي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د طالبانو لخوا روان شدت له امله د امریکا او طالبانو ترمنځه لاسلیک شوی هوکړه لیک تر فشار لاندې قرار لري.

د ویلو ده چې د روان میلادي‌ کال د فبروري‌ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځه د اوږدې مودې مذاکراتو نه وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو. ددې هوکړه لیک له مخې طالبانو باید شدت کچه راټیټه کړې وی او د افغانستان د حکومت سره يي په مخامخو مذاکراتو پيل کړی وی چې له بده مرغه داسې ندي‌ شوي. برعکس طالبانو د امریکا سره د هوکړه لیک د لاسلیکولو نه وروسته د بریدونو او شدت کچه لا پسې لوړه کړې ده .

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو د امریکا سره د لاسلیک کړي‌ هوکړه لیک پر ژمنو عمل کړی ؟ وویل چې نه ، طالبانو کړې ژمني‌ ندي‌ عملي‌ کړي.

هغه وویل چې افغانستان حکومت هم په ورته ډول ژمنې ندي‌ عملي کړي‌ خو یوه خبره شتون لري‌ چې افغانستان حکومت د لاسلیک شوي‌ هوکړه لیک طرف ندی. دا هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځه لاسلیک شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې افغانستان حکومت او طالبان دواړه د مذاکراتو د یو میز تر شا راغونډیدو ته اړتیا لري تر څو مذاکرات پیل شي‌ او سوله وشي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځه مذارکراتو لړۍ چې باید وار د مخه پيل شوي‌ وای ځنډول شوې ده.

ددې ځنډ د لاملونو نه یوه هم په افغان حکومت کې خپلمنځنۍ ستونزې دي. د ولسمشر محمد اشرف غني‌ او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځه.



اړوند خبرونه